loader image
ستاسو قونسلګرۍ خدمات اوس آنلاین دي، د E-Afghans
Download on the App Store Get on Google Play

د پاسپورټ لپاره غوښتنه کول

د پاسپورټ لپاره غوښتنه کول

لاندې ځینې ټکي دي چې تاسو باید د پاسپورټ لپاره غوښتنلیک ورکولو پرمهال پاملرنه وکړئ.

په ابوظبي کې د افغانستان سفارت، قونسلي څانگه هېوادوالو ته د پاسپورټ ورکړې چارې تر سره کوي، چې هر افغان یې د خپلو شته اسنادو له مخې تر لاسه کولای شي.

کړنلار او شرطونه

• په عربي متحده اماراتو کې مېشت افغانان هغه مهال، چې د پاسپورټ نېټه یې پای ته ورسېږي یا یې پاسپورټ ضایع شي او همدا راز په اماراتو کې نوي زېږدلي ماشوم ته د افغاني پاسپورټ ورکړه د سفارت د قونسلي څانګه له اړخه تر سره کېږي.

اړین اسناد وړاندې کول

• د پاسپورټ غوښتنې فورمه ډکول.
• د الکترونیکي/کاغذي تذکرې کاپي.
• د اماراتي اقامې کاپي.
• د اماراتو د ویزې کاپي (د اماراتي اقامې نه درلودونکي افغان وگړي لپاره).
• د زېږون کارت کاپي (په اماراتو کې د زېږېدلي افغان وگړي لپاره).
• 2 انځورونه (4×5 کچه).
• د بانکي اویز اصل.

یادونه: د نوي پاسپورټ غوښتنې په مهال پخوانی اصلي پاسپورټ درلودل اړین دي.

د دفتر ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې

۰۸:۳۰ – ۰۲:۳۰

جمعه

۰۸:۳۰ – ۱۲:۳۰

د غوښتنلیکونو د سپارلو لپاره د دفتر ساعتونه: د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه تر ماسپښین ۲:۰۰ بجو پورې

د پاسپورټونو د راټولولو لپاره د دفتر ساعتونه: د ماسپښین له ۱:۰۰ بجو څخه تر ۲:۰۰ بجو پورې.

که تاسو کومه پوښتنه لرئ، نو مهرباني وکړئ له موږ سره په +۹۷۱ ۲ ۴۴۷ ۲۶۶۶ اړیکه ونیسئ او د ویزې برخې غوښتنه وکړئ.