loader image
ستاسو قونسلګرۍ خدمات اوس آنلاین دي، د E-Afghans
Download on the App Store Get on Google Play

د ویزې خدمتونه (د ویزې ډولونه)

د ویزې لپاره غوښتنه کول

لاندې ځینې ټکي دي چې تاسو باید د پاسپورټ لپاره غوښتنلیک ورکولو پرمهال پاملرنه وکړئ

د ویزې ډول

په ابوظبي کې د افغانستان سفارت، قونسلي څانگه په اماراتو کې د مېشتو هېوادوالو او بهرنیو اتباعو د بیلابېل سندونو او وثیقو تصدیقول، مهر او صادرول د بهرنیو چارو وزارت د منل شوي میکانیزم پر بنسټ ترسره کوي.

ډیپلوماټیکه وېزه

سیاسي ویزه د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي یادداښت پربنسټ، د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په موافقه په بهر کې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولیو له لوري سیاسي پاسپورتونو درلودونکو ته صادریږي.

اعتبار موده

یوه میاشت تر یو کال

قیمت
وړیا

خدمت وېزه =

خدمت ویزه، د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي یاددښت پر بنسټ، د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په موافقه په بهر کې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولیو له لوري خدمت پاسپورت درلودونکو ته صادریږي.

اعتبار موده

یوه میاشت تر یو کال

قیمت
وړیا

گرځندوی ویزه

گرځندوی ویزه، د غوښتونکي د سفر هدف او نورو اړینو سندونو پر بنسټ صادریږي.

اعتبار موده

درې میاشتنۍ (یوه میاشت اقامت)

قیمت
80$ ډالر

سوداگرۍ وېزه

سوداگرۍ ویزه، د سوداگریز معتبر جواز، پاسپورت پر بنسټ صادریږي.

اعتبار موده

یوه میاشت تر یو کال

قیمت
40 -300 امریکایي ډالر

ورودي وېزه

د هغو شرکتونو یا موسسو، چې د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو یې رسمي جواز تر لاسه کړی وي، د هغوی د بلنې پر بنسټ او د اړوندې امارتي ادارې د رسمي لیک له مخې د بهرنیو چارو وزارت په هوکړه په بهر کې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولیو له لوري صادریږي. هغه هېوادوال چې بهرنی پاسپورت لري او د بهرنیو وگړو سره یې واده کړی وي، د ازدواج معتبر نکاح او یا زوجیت خط ولري او د افغانستان تابعیت یې ترک کړی نه وي، نوموړو ته په بهر کې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولیو له لورې ورودي ویزه صادریږي.

اعتبار موده

درې میاشتنۍ (یوه میاشت اقامت)

قیمت
100$ ډالر

لیدنې وېزه

لیدنې ویزه، هغه بهرنیو وگړو ته چې د ملگرو، خپلوانو لیدنې یا هم د لوبو سیالیو او نندارتونونو د گډون په موخه افغانستان ته سفر کوي، په بهر کې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولیو له لورې صادریږي.

اعتبار موده

درې میاشتنۍ (یوه میاشت اقامت)

قیمت
80 – 240 ډالر

راتگ اجازې وېزه

افغاني الاصله بهرني وګړي چې په بهرنیو پاسپورټونو افغانستان ته سفر کوي، افغانستان ته د لاندې شرایطو له مخې له ویزې پرته سفر کولای شي:
• افغاني الاصله بهرني وګړي چې په پاسپورټونو کې یې د زیږیدلو ځای افغانستان لیکل شوی وي.
• افغاني الاصله بهرني وګړي چې په پاسپورټونو کې یې د زیږیدلو ځای افغانستان لیکل شوی نه وي، خو افغاني تذکره/پاسپورټ یا هم په بهر کې د افغانستان له استازولیو د هویت تصدیق شوي سندونه ولري.
• هغه افغان وګړي چې افغاني تابعیت یې پریښی وي ، هغوی سره د ویزې په صدور کې د بهرني تبعه په توګه چلند کیږي.

زده کړې وېزه

تحصیلي ویزه، په افغانستان کې د معتبرو پوهنتونونو د هوکړې او د غوښتونکي د معتبرو تحصیلي سندونو پر بنسټ صادریږي.

اعتبار موده

درې میاشتنۍ (یوه میاشت تر دریو میاشتو اقامت)

قیمت
40 – 100 ډالر

الوتنې عملې وېزه

الوتنې عملې ویزه، بهرنیو وگړو (پیلوټ، انجنیر، میلمه پال او هوایي تخنیکر) ته چې د الوتکې د ننه د کار کوونکي په توگه افغانستان ته راځي، په بهر کې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولیو له لورې صادریږي.

اعتبار موده

شپږ میاشتنۍ ( شپږ میاشتې اقامت)

قیمت
600 دالر

عبوري وېزه

د تېرېدو وزیره، هغو بهرنیو وگړو ته، چې د ورتلونکي هیواد ویزه یا سفر معتبر سند ولري او د افغانستان له خاورې تېرېږي، په بهر کې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولیو له لوري صادریږي.

اعتبار موده

یوه میاشتنۍ (درې ورځې تر شپږ ورځو اقامت)

قیمت
80 – 150 دالر

د دفتر ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې

۰۸:۳۰ – ۰۲:۳۰

جمعه

۰۸:۳۰ – ۱۲:۳۰

د غوښتنلیکونو د سپارلو لپاره د دفتر ساعتونه: د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه تر ماسپښین ۲:۰۰ بجو پورې

د پاسپورټونو د راټولولو لپاره د دفتر ساعتونه: د ماسپښین له ۱:۰۰ بجو څخه تر ۲:۰۰ بجو پورې.

که تاسو کومه پوښتنه لرئ، نو مهرباني وکړئ له موږ سره په +۹۷۱ ۲ ۴۴۷ ۲۶۶۶ اړیکه ونیسئ او د ویزې برخې غوښتنه وکړئ.