د افغانستان سفارت - ابو ظهبي
د افغانستان استازیتوب کول، د افغان ټولنې خدمت کول
په ابوظبي کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت خپلو درنو هیوادوالو او په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته ښه راغلاست وايي!
د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، په اماراتو کې میشتو اتباعو ته خدمت کول، د هغوی اړتیاوې او ستونزې حل کول، او افغان اتباعو ته د اړینو اسانتیاوو برابرول او د هغوی له حقونو څخه دفاع د افغانستان د سفارت اصلي اهداف او اساسي دندې دي.